متحده عربي اماراتو کې ۳ نیم زره پېژندپاڼي وېشل شوې

متحده عربي اماراتو کې ۳ نیم زره پېژندپاڼي وېشل شوې


  • 1 مياشت دمخه (08/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 63

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په متحده عربي اماراتو کې یې درې زره او ۴۵۰ تنو افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې ورکړي دي. 

همدې ادارې نن پر خپله اکسپاڼه لیکلي، چې یاده اندازه پېژندپاڼې یې له کاناډا، امریکا او اروپايي هېوادونو څخه دغه مرکز ته ورغلو او په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو ته ورکړي دي. 

سرچینه کاږي، چې په دغه موده کې یې ۲۷۰ کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو تر وېش وروسته او ۶۵۰ نورو کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاح خدمتونه هم وړاندي کړي دي. 

یاده څانګه د بهرنیو چارو وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ د یوه تړون پر اساس د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې فعاله شوه او مسئولین یې وايي، هره ورځ شاوخوا ۶۰ تنه افغانان د برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کولو او نورو خدمتونو په موخه مراجعه ورته کوي.