سمسور نیوز (۱۰غوایي۱۴۰۲) د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، چې دښمن د پاکستاني پوځیانو او عامو خلکو ترمنځ د درز پیدا کولو په دسیسه بوخت دی.
جنرال عاصم په کاکول پوځي اکاډمۍ کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، چې د پوځيانو او خلکو ترمنځ د همغږۍ له منځه تللو جدي هڅې روانې دي.
خو هغه په زغرده د چا نوم نه دی اخیستی، چې دا پټ دښمن یې څوک دی.
هغه افغانستان کې د سولې او ثبات اړوند ویلي، چې دغه هېواد کې ټېکاو د پاکستان امنیت ته بنسټیز حیثیت لري.