د روان نړیوال جام په دویمه لوبه کې سکاټلینډ لوبډلې بنګله دیش ته په ۶ منډ ماتې ورکړه.
یاده لوبه کې ټاس د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشر محمدالله وګټه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، چې سکاټلنډ د نهو ویکټو په له لاسه ورکولو سره د ګریفس د 45 منډو پر مټ ورته 141منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې یې بنګله دېشۍ لوبډلې د اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره 134منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
د یادونې وړ ده،چې نن به هم د دغه لوبو په لړۍ کې دوه نورې لوبې ترسره شي.