ناټو: طالبان به د خپلو کړیو ژمنو عملي کېدا لپاره حساب ته کېنو

ناټو: طالبان به د خپلو کړیو ژمنو عملي کېدا لپاره حساب ته کېنو


  • 3 کاله دمخه (23/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1326

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له خپلو متحدینو او شریکانو سره پر دې کار کوي، چې طالبان د خپلو کړیو ژمنو عملي لپاره حساب ته کېنوي.

نوموړي پرون په بروکسل کې د ناټو دویمې ورځې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې د ناټو له متحدینو سره په دې اړه سلا مشورې کوي، چې څنګه طالبان د خپلو هغو ژمنو د عملي کولو لپاره حساب کتاب ته کېنوي، چې د ترورېزم په برخه کې یې کړې وې.  

هغه دغه‌راز ویلي، چې طالبان باید هغه ژمنې هک عملي کړي، چې ګواښ سره مخ افغانان وکولای شي، چې له افغانستانه په خوندي ډول ووځي.

د سټولټنبرګ په خبره، دا هغه ژمنې دي، چې طالبانو له امریکا سره د سولې په تړون کې یې کړې وې او زیاته کړې یې ده، چې طالبان نه‌باید اجازه ورکړي، چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل شي.