طالبانو په ننګرهار کې خبریالان وهلي

طالبانو په ننګرهار کې خبریالان وهلي


  • 3 کاله دمخه (24/10/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1036

طالبانو د افغانستان په ختیځ کې د یو شمېر رسنیو خبریالان وهلي دي.

نن سهار د تورخم دروازې له خلاصېدو وروسته یو شمېر ځايي خبریالان د خلکو د ستونزو ته د پوښښ لپاره تللي وو، چې د طالبانو له لوري وهل شوي.

په یادو خبریالانو کې د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ، د جاج نیوز ویبپاڼې خبریال جاوید رازمند او د ننګرهار د سیمه‌ییزو رسنیو خبریالان شامل وو.

د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ ویلي، چې دوی او ملګري یې یادې سیمې ته تللي ول؛ تر څو د ځایي اوسېدونکو او پاکستان ته د اوښتونکو کسانو ستونزې د ریپوټ په شکل راواخلي؛ خو طالبانو په کنداغونو وهلي دي.

نوموړي له سمسور ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل:« موږ لاړو ترڅو په سیمه کې د خلکو ستونزې راپور کړو، خو هلته طالبانو منع کړو، یو ځل مو غوښتنه وکړه چې اجازه راکړي، هغوی د دې پرځای چې خبرې راسره وکړي، ویې وهلو او هرڅه یې رانه واخیستل، ان زموږ د ځینو ملګرو کیمرې یې ور ماتې کړې.»

د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته؛ دا څویم ځل دی، چې افغان خبریالان د طالبانو له لوري وهل کیږي.

یو شمېر خبریالان بیا نیوکه کوي، چې پاکستاني خبریالان د افغانستان هرې سیمې ته په ازاد ډول تلای شي او ان طالبان هم ورسره مرسته کوي؛ خو دوی بیا د طالبانو له لوري شکنجه کیږي، چې دا چاره خورا د اندېښنې وړ ده.

افغان خبریال مطیع الله صافی وايي، خبریالان د ټولنې سترګې دي او دوی د ولس او دولت ترمنځ د پل حیثیت لري، نو پکار ده چې په هر ډول حالاتو کې خوندیتوب ته پام وشي.

د هغه په خبره، که طالبان د خبریالانو وهلو ته دوام ورکړي، نو د ټولنې غږ به چوپ شي.

« خبریالان د خلکو ستونزې تر چارواکو رسوي، پکار دا ده چې دوی ته زیاته پاملرنه وشي، ترڅو په افغانستان کې هره وړه او غټه ستونزه تر مسؤلینو ورسول شي.»

په ورته مهال خبریال حامد احمدي وايي، طالبان له دوی سره بد چلند کوي چې له کبله یې پېښې په سم ډول نه شي راپور کولای.

د هغه په خبره، څو ځله په سیمه کې د طالبانو له لوري وهل شوی او کېمره هم ترې اخیستل شوې.

هغه زیاتوي:« زه خپله د داسې پېښو قرباني یم، طالبانو وهلی یم، کیمیره یې راڅخه اخیستې او ان بندي کړی یې هم یم.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم را واخلو، خو هغوی زموږ پوښتنو ته هیڅ ځواب رانکړ.

دا لومړی ځل نه دی؛ بلکې تر دې وړاندې هم طالبانو ګڼ شمېر افغان خبریالان وهلي دي.