امریکا:  طالبان د خبریالان په وژلو د بیان ازادي له منځه وړي

امریکا: طالبان د خبریالان په وژلو د بیان ازادي له منځه وړي


  • 3 کاله دمخه (10/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1155

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبان دې د بیان د ازادۍ له ځپلو ډډه وکړي.

یاد وزارت وايي، چې طالبانو په افغانستان کې پر خبریالانو بريدونه زیات کړي او دغه هېواد یې د خبریالانو لپاره په خونړي هېواد بدل کړی دی.

سرچینې وړاندې ویلي، چې طالبان دې د خبریالانو پر وړاندې بې مانا بریدونه ودروي تر څو دوی هېواد پرېښودو ته اړ نه شي او د بیان ازادي ونه ځپل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وايي، چې امریکا له افغانستان څخه خپل همکاران په زور نه باسي؛ بلکې د تګ او نه تګ واک یې په خپل لاس کې دی.

امریکا په داسې پر خبریالانو د طالبانو د بریدونو د درېدو غوښتنه کوي، چې څو ورځې وړاندې د حکومت د رسنیو د مرکز مشر او پخوانی خبریال دوا خان مېنه پال د طالبانو لخوا ووژل شو.