د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره لیدلي.
په دې کتنه کې دیبورا لاینس د ژمي تر راتلو وړاندې د بشري ناورین مخنیوي لپاره پر بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره ګډ کار ته اړتیا ده او موږ له تمویلونکو هیوادونو سره خبرې کوو؛ ترڅو پراختیایي پروژې تمویل کړي چې د پیسو جریان بېرته عادي حالت ته وګرځي.
مولوي عبدالکبیر له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې؛ ترڅو د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصولو لپاره پر امریکا فشار راوړي. نوموړي ډاډ ورکړی چې د شرعیت په چوکاټ کې به د ښځو حقونو ته رسیدګي کېږي.