د ۸ اونیو لپاره له کور څخه د ۵۰ سلنه کارکوونکو د کار وړاندیز

د ۸ اونیو لپاره له کور څخه د ۵۰ سلنه کارکوونکو د کار وړاندیز


  • 3 کاله دمخه (09/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1037

 

عامې روغتیا وزارت د ۸ اونیو لپاره له کور څخه د پنځوس سلنه دولتي او غیر دولتي ادارو د کارکوونکو د کار کولو وړاندیز کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس د دویمې څپې د مدیریت په هدف په رابلل شوې ناسته کې عامې روغتیا وزارت وړاندیز وکړ، چې په عامه ځایونو کې دې له ماسک څخه استفاده جبري شي او په ښاري نقلیه وسایطو کې دې له پنځو څخه د زیاتو کسانو د تګ مخه ونیول شي.

ولسمشرغني ویلي، چې دغه وړاندیزونه به په دوه اونیو کې عملي شي او اړتیا ده چې لومړی د ټولنیز او روغتیایي ناورین د مخنیوي په موخه د روغتیایي بنسټونو ظرفیت داسې عیار شي، چې له هرې احتمالي څپې سره مبارزه او ورته رسیده ګي وکړای شي .