ماریا زاخاروا: طالبان باید د ټولشمول دولت لپاره د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي

ماریا زاخاروا: طالبان باید د ټولشمول دولت لپاره د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي


  • 3 کاله دمخه (29/10/2021)
  • عارف سمیر
  • 1252

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، نن په یو خبرې ناسته کې وویل چې طالبان د قومي، له ترورېزم سره پر مبارزې او د ښاریانو آزادۍ پر بنسټ د یو ټولشموله دولت جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي.

د زاخاروا په خبره، که نړیوال طالبان په رسمیت ونه پېژني او خپلې مرستې ونه کړي؛ نو افغانستان به له یو ستر بشري ناورین سره مخ شي.

نوموړې په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. 

خپله روسیه هم وایي، د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره لاهم وختي ده او دوی به د یادې ډلې کړنو ته وکوري.