د افغانستان او هند د لوبې په اړه:

د افغانستان او هند د لوبې په اړه:


  • 3 کاله دمخه (03/11/2021)
  • جعفر هاند
  • 1839

په نیوزلنډ باندې د لوبې تر بایللو وروسته د هند کپتان ویرات کوهلي وویل چې لا یې هم په نړیوال جام کې د پرمختګ هیلې نه دې مړاوې شوې. هند دوې لوبې بایللې او که یې افغانستان هم په خیر ترې وګټله، ګډې به باروي. هند تر سخت رواني فشار لاندې دی، کوهلي ویلي چې لوبغاړي یې زړور نه لوبیږي. له پاکستان او نیوزلنډ سره موږ ولیدل چې د هند د سر توپ وهونکي په بد وضعیت کې دي او یو هم ښه ځلېدلی نه دی. هند له شک پرته غښتلی، متوازن او مجرب ټیم دی، خو دغه نړیوال جام کې یې بخت هماغسې کوټه دی، له موږ سره لوبه کې دې همداسې وي. 

افغانستان په تېرو دریو لوبو کې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه کړې ده، که یې له هند څخه هم پچه وګټله، ممکن همدا کار به وکړي. علت یې هم معلوم دی چې افغانستان په ورو توپ اچوونکو ډېر تکیه دی او فکر کوي که نسبتآ ښه هدف ورکړي، توپ اچوونکي به مخالفه لوبډله کنترول کړای شي. 

له هند سره لوبې که افغانستان ۱۵۰+ هدف وټاکه، هند ته به یې پوره کول اسان نه وي. 

له پاکستان سره لوبه کې مو ولیدل چې افغان توپ وهونکي له تېزو توپ اچوونکو سره ستونزې لري، هند به خامخا دا نقطه درک کړې وي.

ولې حشمت باید راشي او کریم جنت ته کینول شي؟

له هند سره لوبه کې زما په نظر دوو بدلونونو ته اړتیا ده. اصغر افغان نشته او حشمت شهیدي یې باید په ځای ولوبول شي. کریم جنت دې کینول شي او مجیب دې بېرته راوستل شي. ګلبدین شته او خپله برخه اورونه هم کولای شي چې کریم جنت ته ضرورت نه پیدا کیږي او فکر نکوم چې د کریم جنت بېټېنګ ته دې ضرورت هم پیدا شي. طبیعي ده چې د حمید حسن تېرې لوبې ته په کتو به هغه باید ټیم کې وي.

هند تېز توپ اچوونکي لري او افغانستان لوبډلې مډل ارډر کې یو داسې توپ وهونکي ته اړتیا ده چې هم ویکټه وساتي او هم د یوې او دوو منډو کولو ظرفیت او قابلیت ولري. حشمت کې دا ظرفیت او قابلیت شته.

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن د هند له ټولو لوبغاړو سره لوبېدلي، یو بل سره ښه پېژندي او په داسې یو حالت کې ورسره مخامخ کیږي چې هندي لوبغاړي تر غرونو غرونو فشار لاندې دي او د افغانستان قوي بالینګ ته په کتو به په هند باندې فشار نور هم زیات شوی وي.

د افغانستان تېز توپ اچوونکي حمید حسن تر لوبې مخکې په خبري کنفرانس کې هیله وښوده چې افغانستان د هند د ماتولو ښه فرصت لري. هغه وویل چې هند تر فشار لاندې دی او که افغانستان ښه هدف وټاکي، افغان توپ اچوونکي د هند توپ وهونکي کنترولولای شي. 

درې لنډ خبرونه

د افغانستان د کرکټ اړوند درې نور لنډ خبرونه دا دي چې شرف الدین اشرف د اصغر افغان په ځای د لوبغاړو په لست کې ځای شوی او ګربز هم شکر ښه دی او سبا به لوبیږي په خیر، هغه له نمیبیا سره لوبه کې ژوبل شوی و. 

د یو بل لوبغاړي د استعفا خبر هم ممکن سبا اعلان شي، خو که زما مشوره مني، ښه به دا وي چې دا اعلان د نړیوال جام په پای کې وشي.

د هند او افغانستان لوبه په ابوظهبۍ کې ده چې د کابل په وخت د ماښام په شاوخوا ۶:۳۰ او د واشنګټن په وخت د سهار په لسو بجو پیلیږي.

د افغانستان د بري په هیله.