د پښتو معاصرې شاعرۍ کیټس له دې دنیا کډه وکړه

د پښتو معاصرې شاعرۍ کیټس له دې دنیا کډه وکړه


  • 3 کاله دمخه (03/11/2021)
  • زلمی هېوادمل
  • 1573

 په غربي ادبیاتو کې د مدرنیتی پېر، د رمانتیک ادبي جنبش د راټوکېدو مهال دی چې نماینده شاعران یې کيټس، شیلې او براون دي. 

د پښتو ځینو ادبپوهانو او شاعرانو هم عبدالرحیم مجذوب په پښتو ادب کې د رومانتیک جنبش نماینده شاعر بللی او دی یې زموږ د پښتو معاصرې شاعرۍ کیټس نوملی دی. 

که به موږ د دوی د شاعرۍ مجموعې، زېړ ګلونه، لعل وکُتی لعل، دارالاوهام، د مینې تنده، دو آتشه، د نورو منظومو ترجمو په شمول په دقیق ډول مطالعه کړو، غالباً ټول د هغو خصوصیاتو تابع دی چې غربي ادبپوهانو د رمانتیک جنبش د ادبي آثارو لپاره ټاکلي دي. 

د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې پښتو معاصرو ادبیاتو، د رمانتیک نهضت دغه نماینده شاعر له لاسه ورکړ او د 2021 کال د اکتوبر پر ۲۳مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې. 

عبدالرحیم مجذوب لا محصل و چې د پېښور پښتو اکاډمۍ سره یې په یوه ډېر مهم ادبي کار کې مرسته وکړه. هغه مهال د پښتو آثارو د خوندي کولو، چاپ او نشر د جنون تر حده عاشق مرحوم مولانا عبدالقادر د اکاډمۍ مشر ؤ او دا یې هیله وه چې د مروتو کسرونو مجموعه چاپ او نشر کا. خو په دغو کسرونو کې داسې نومونه او وقایع راغلي وو چې پوهېدل پرې له سیمې او وقایعو له یو باخبر تعلیم یافته مروت پرته ناممکن کار ؤ. 

مولانا ته، عبدالرحیم مجذوب مروت په ګوتو ورغی او د کسرونو د متن سمون او تحشیه يې په ډېر زیار ترسره کړل او پر 1959 م کال دا مجموعه چاپ شوه او د پښتو ادبي څېړونکي لومړۍ پلا د کسرونو له نامه خبر شول. 

چاته چې دا کتاب ورسېد، د عبدالرحیم مجذوب له نامه سره یې آشنایي پیدا کړه. ما هم چې د شلمې پیړۍ د شپېتمو کلونو په وروستیو کې د پښتو کتابونه ټولول، نو هماغه وخت مې (د مروتو کسرونه) له لارې عبدالرحیم مجذوب وپېژاند او په همدغو کلونو کې مې د پښتو د ځینو مجلو په پخوانیو او نویو ګڼو کې دده خپاره شوي شعرونه او د ځینو غربي شعرونو ترجمې هم ولوستل. هغه وخت چې زه خپله یو طالب العلم وم، د مجذوب د شعرونو په روح او جوهر نپوهېدم، خو د پرداخت د شېوو، ښکلاییزو ارزښتونو او فکري تمایل له پلوه راته د لر او بر پښتو معاصرو شاعرانو له شعرونه بېل ایسیدل. 

د 1976 م کال په اوایلو کې رفیع صاحب او زه د څه علمي پلټنو په نیامت کوټې ته تللي وو. د کوټې ځینو کتابفروشیو ته د مجذوب دوې شعري مجموعې: زېړ ګلونه او لعل وکُتي لعل، رسیدلي وو. موږ دا مجموعی له کوټې ځان سره کابل ته را وړې. په دې دوو مجموعو کې د خوندي شعرونو لوست، عبدالرحیم مجذوب د یو نو پرداز، مبتکر او د لوړو خیالونو لرونکی شاعر په توګه د لوستونکیو اذهانو ته لار پیدا کوله. 

پر 1979 م کال بیا، رفیع صاحب او زه پر یو علمي سفر پېښور ته ولاړو. د پېښور پښتو اکاډمي کتابدار مولانا مروت د مجذوب مشر زوی فضل الرحیم مروت ته ویلي وو چې له کابله دوه تنه لیکوال راغلي دي. فضل الرحیم مروت ته د رفیع صاحب د خلکو سندرې نومي کتاب ور ور رسیدلی ؤ او په هغه کتاب کې چې د مروتو پر کسرونو کوم بحث شوی دی، ده هغه لوستی او هغه برخې یې ترې فوتوکاپي کړې وې. نو یې د رفیع صاحب لیدو ته تلوسه پیدا شوې وه. په سبایی موږ د پښتو اکاډمي د هغه وختني مشر مرحوم پروفیسور پرېشان خټک سره ناست وو چې فضل الرحیم مروت د پرېشان صاحب دفتر ته راننوت. پرېشان خټک موږ دواړه ورته معرفي کړو او بیایې موږ ته وویل: دی، فضل الرحیم مروت، د پښتو د عظیم شاعر او د انشور عبدالرحیم مجذوب مشر زوی دی او د ایریا سټدي سنټر کې طالب العلم دی. 

فضل الرحیم مروت هم ورته وویل: زه د دوی لیدو ته راغلی یم. بیا رفیع صاحب او ما دده د پلار د کتابونو او د هغه د شاعرۍ او کارونو په باب څه خبرې ورته وکړې. فضل الرحیم مروت پوه شو چې موږ دواړه دده پلار د هغه دآثارو له مخې پېژنو، نو ډېر خوشحاله شو او د مروتو په لهجه یې موږ ته وویل: «جی! اوس یې یوبل کتاب هم چاپ سلی ده.» بیا یې موږ خپل هاسټل (لیلیه) ته بوتلو او په هاسټل کې یې د خپل پلار مجذوب بل چاپ شوی کتاب (دارالاوهام) موږ ته راکړ. 

کال نیم وروسته، فضل الرحیم مروت د خپل تیزس د معلوماتو ټولولو په منظور کابل ته راغلی ؤ. په کابل کې د عبادخان کاکا له لمسي سره اوسېده. زه او رفیع صاحب یې لیدو ته ورغلو په هماغه ورځ مو دی د مرحوم مشر اجمل خټک کورته له ځانه سره بوت. فضل الرحیم مروت د خپل پلار مجذوب نوی چاپ شوی کتاب (د مینې تنده) له ځان سره راوړی ؤ او د خټک صاحب په کور کې یې ټولو ناستو کسانو ته وویشه او پدې توګه له موږ سره د عبدالرحیم مجذوب څلور شعري مجموعې موجودې شوې. 

د مرحوم دوکتور نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته په افغانستان کې د تنظیمي جنګونو له پیل سره سم زه له خپلې کورنۍ سره له کابله، پېښور ته ولاړم. فضل الرحیم مروت چې دا وخت ډاکټر شوی و، له موږ سره یې خپله مینه ډېره ښه وپاللـه. 

د 1993م کال په کوچني اختر کې یې ماته وویل: له بچو سره به په دې اختر کې له ماسره کلي ته ځې. ښه کار به دا وشي چې پلار به مې هم وګورې. ما ورته وویل، ډاکټر صاحب: عجیبه تصادف دی چې موږ هم د اختر د ورځو د تېرولو لپاره سرای نورنګ ته بلل شوي یو. په نورنګ کې زما د مېرمنې خاله، ماما ګان او د ترورزۍ کورونه دي. موږ هلته روان یو. د اختر په دویمه ورځ ډاکټر فضل الرحیم مروت، نورنګ ته زما لیدو لپاره راغی او دا یې راته وویل: پلار مې هم په کلي کې دی، زه سبا درځم د کورنۍ سره به غرمه له موږ سره تېره کړئ. 

به سبا (نارصاحب داد، میداد خېل) کې د عبدالرحیم مجذوب کورته ورغلو. اول ځل مې د مجذوب صاحب په لیدو سترګې روڼې شوې. د طبیعت او ظاهري خواصو له پلوه واقعاً مجذوب ایسیده. ډېر لږ خبرې یې کولې. خو ما به چې ځیني پوښتنې ترې وکړې، په متانت به یې پاخه ځوابونه راکول. ما د (نارصاحب داد میدادخېل) د نام، د دوی د کورنۍ او دده د وکالت په باب پوښتنې ترې وکړې او ځوابونه مې ترې وموندل. 

تر هغې چې زه په پېښور کې وم په اخترونو کې به زموږ د خپلوانو په بلنه نورنګ ته تلم. 

په یوه اختر کې مې زما د مېرمنې د خاله مېړه ډاکټر اقبال صاحبزاده ته وویل: «ډاکټر صاحب زه غواړم مجذوب سره وګورم. ته پوښتنه وکړه چې دی چېرې دی؟ چې لیدو ته یې ورشو.» هغه ته چا ویلي وو چې لکی مروت کې دی. زه خوشحال شوم چې یو خو به لکۍ وګورم او بل به د ډاکټر صاحب چراغ حسین شاه سره ملاقات وشي. سبا لکۍ ته ور روان شوم. له رسېدو سره لومړی د مجذوب صاحب کورته ورغلو، زه چې اوس دا کرښې لیکم د ده د انګړه دروازه مې سترګو ته دریږي. دروازه چې مو وټکوله، یوڅوک له کوره را و ووت. ورته مو وویل چې مجذوب صاحب شته؟ هغه ځواب راکړ چې مجذوب صاحب اسلام آباد ته تللی دی. هلته یې لوڼې او د کورنۍ نور غړي اوسېدل. له ده سره مو د لیدو قسمت نه ؤ. ډاکټر چراغ حسین شاه مو په معاینه خانه کې پیدا کړ. چایی مو ورسره وکړې، بنډار وشو ترې رخصت شوو. 

بل کال بیا په اختر کې سرای نورنګ ته ورغلم، پدې اخترکې د پروفیسور قاسم محمود لیدو ته لاړم. له هغه سره مې هم د مجذوب د لیدو خبره وکړه. ده راته وویل: (نارصاحب داد میدادخېل) موږ ته نږدې دی، زه به څوک ورواستوم چې که پر کور ؤ نو به ورشو. داځل بیا دی پر کور نه ؤ، ویل یې چې په لکۍ کې دی. 

د مجذوب صاحب د بیا لیدو په آرمان، یوه ورځ په پېښور کې د اخبار پر کارونو مصروف وم چې ډاکټر فضل الرحیم مروت راغی او پېښور ته د مجذوب صاحب د راتګ زیری یې راباندې وکړ. وعده مې ورسره وکړه او مازیګر د ډاکټر مروت کورته ورغلم، وروسته له کلونو مې بیا مجذوب صاحب ولید،څه بیماري یې درلوده، خو بیا مو هم باڼدار وکړ. ده راته وویل:د نور مظهرونه په نامه مې یو کتاب شروع کړی دی چې تمام شي تاته یې در استوم. خو د چاپ او نشر په باب مې یې فیصله نه ده کړې، ځکه پر مفاهیمو یې د عادي خلکو خصوصاً ملاصاحبانو سر نه خلاصیږي، شاید مشکل را جوړ کړي، سره له دې چې له اسلام او عقیدې سره هیڅ تضاد نه لري. 

غالباً کال وروسته ډاکټر مروت دوې کتابچې راوړې چې (د نور مظهرونه) پر لیکل شوي وو. ډاکټر صاحب راته وویل: پلار مې راسره حال کړی دی چې دا مسوده دې اول دی ولولي بیا دې یو افغان کاتب ته د کتابت لپاره ورکړي او یو پروف دې هم دی ولولي. 

ما چې دا کتاب ولوست، زما له انده په کتاب کې د نور مظاهر له بېلابېلو لیدلوریو کتل شوي. ژور فکری استنتاجونه یې ترې کړي دي او له فلسفي تحلیلونو سره یې پر خپل فکري لیدلوري هم ورسره مله کړي دي. د ځینې برخو پوهېدنه یې ماته ګرانه وه. ما ددوی له هدایت سره سم کتاب د کتابت لپاره زمونږه زیارکښ ملګري سید محی الدین ته وسپاره او څه برخې یې کتابت کړې خو دا وخت سره زه له پېښوره ووتم او اروپا ته ولاړم. کله چې زه بېرته وطن ته راستون شوم، لومړی پېښور ته راغلم بیا کابل ته ولاړم. پدې دوران کې له مجذوب سره دده تر غمجنې مړینې پورې د رابطې، خبر اخیستنې او پوښتنې وسیله، دوکتور فضل الرحیم مروت ؤ. دده تر مرګ دوې ورځې د مخه مې هم له ډاکټر مروت د مجذوب صاحب د صحت پوښتنه وکړه. د مجذوب صاحب نوي چاپ شوي کتابونه به هم ډاکټر مروت وخت پر وخت راته رسول، لکه: د نور مظهرونه د مجذوب کلیات او ( دو آتشه). په دو آتشه کې د قصه یي نظمونو منظومې پښتو ترجمې راغلي. یو لیمیا دده د خوښې شاعر کیټس اثر او بل د (بهادر مرګ) د ناروې یوه اساطیري قصه ده چې مجذوب د K.F.B له انګریزی ترجمې پښتو کړې ده. مجذوب نورې ترجمې هم لري. دا ترجمې یې هم منظومې دي او د دې ترجمو له لارې یې غربي فکر، اساطیر، خیالونه او تصویرونه زموږ له جامعې سره آشنا کړي دي. 

د عبدالرحیم مجذوب پر پښتو ادب ډېر احسانات دي. خدای دې یې وبخښي اروایې يې ښاد او یاد دې یې تل تاند وي.