دشوروي لښکرو يوه ننگينه بېلگه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اقا کوچی
  • 1501

ستر جنرال الکسندر مايروف په خپل کتاب (په افغانستان کې رښتېا څه تيردل؟»
د جلالابا د غمېزی لړلی پېښې په اړوند داسی ليکي
د فيبروری د ۱۴می ورځې ۱۹۸۱زکال په دويمه نيمايي کې د فرقی د کشف کنډک يولس کسيزه ډله د لو مړې بريد من (ک» تر مشری لاندی جلال اباد ته څېرمه په گزمه بوخت وه د ډلی قومندان پتيلی وه چی خپل کنډک ته د کبابونو له له پاره دپسونو ډالی له ځان سره يوسي. کله چی ک اود هغه ډله يو ختټين کورله ديوال نه د پسونو په لټه ورواوښتل هلته دری ځوانې ښځی دوه سپين ږيري سړي او له شپږو نه تر لسو کلو اووه کوچنيان په نظر ورغلل يو واړه ضابط چی شهرت ي پټولی نه شو يادونه کړې وه چی پېغلوټې بدی نه دي دواړۀ ضابط خبری لکه سپرغۍ په نورو کې هم اور بل کړه ، دلته واړه ضابط خپل بالاپوش غورځولای د يوی ښځیدنيولو په نيت خوځېدلی وو.
واړۀ ضبط هلکه ماڼو وهي، ماڼو وهي ( يانی ژر کوی پيلوی يې »
زموږ انترناسونالستانو د سپينږېرو او ماشومانو پر وړاندې تر پايه د ښځو پر عزت تيری کړې اودا تيری دوه ساعته روان وو .ماشومان. چی يو گوټ ته خلاص شوي وو په ژړا او نارو سره ميندو سره د مرستی هڅې کولی . سپين ږيری چی لړزيدل خدای ته زاری کولی ويل چی رحم پری وکړې او وي ژغوری.
وروسته واړه ضابط امر کړی ووفير لومړې هغه ښځه وويشته چی همدا لږ وړاندی يې پر عزت تيری شوی وو .وروسته نور ټول هم وويشتل . وروسته يې د زغروال گاډي د تيلو له ټانگی نه تيل راخستي په مړو شيندلي ، د پاسه پری کالي ، زړې د کور کټونه، لمڅي او پوزيغورځولي او اوريې وراچولی دی د کور غولی سرو لمبو را نغښتی وو.
(ک»او ډلې يې بيا هم پسونهخپل کنډک ته ورسره بيولي وو چی گواکې کليوالو د شوروي دورځئ ډالی وراستولی ده. يولس واړه واړه څاروي يي د جگړيز گاډي مخته د ځان سره په مخه کړي وو.
سمويلينکهزموږ پام بلې خبری ته راواړوه
سمويلينکه څه کرغېړنه شميره ده يولس وژل شوي يولس تيري کونکي او يولس پسونه .....
مايوروف وړاندی څه پېښ شوي وو؟
ديوی وژل شوی ښځۍ يو دولس کلن ماشوم ورور چی په يوه گوټ کې پټ وه اودا هر څه يې په خپلو سرتگو ليدلي وو ژوندی پاته شو همده هغه بريد گر پيژندلي وو. موږڅه مودی له پاره چپ پاته شو اود نکل داوريدو وروسته مو خپله سا جوړه کړه ، پر سر می تيارو فکرونو زور راوړ، د بيگانه وژل شوويو فکرونو زموږ پر مرستو د باور وژلو فکرونه ( که څهم خدای پوهيږي چی دا باور څومره غښتلی و»
او په ناول توب کې زموږ د پوځي حيسيت د ډوبيدلو فکرونه،هو څرگنده ده چی له دی خبرو وروسته دسپين ږيري جنرال په سر کې نور څه فکرونه را ټوکېدلی شي.
سامولينکه خبره پسی اوږده کړه
(ک»او واړه ضابط په هر څه اعتراف وکړټوله ډله نيول شوی او پله ټنی تری روانی دي.
يانی داچی ببرک مسکو ته له الوتلو مخکې له دی هر څه خبر شوی و.
برونينيسکسپه ټينگار سره وويل
او تابيفهم ملگري اوساد چی زما تر مخه هغه ته خبر ورکړ.
ما په قهرجنلوړ غږ وويل
او پر هوايي ډگريي ځان غلی ونيوه
سامويلينکه په غړمبا وويل ټول له موږ نه داخبره پټوي.
۵ کم نه بجی له ډگروال کارپوفسره يوځای چی دواړه د کتنی پر رسميت د لا زور اچولو لپاره پوځې کالي اغوستي وود حکومت د مشر دسکرتر دفتر ته ننوتو. دلته ناڅاپه له سپولينکوف او نجيب سره مخامخ شو چی د کشتمند له دفتره راووتل يوبل ته مو سړه غوندی ستږی مشي وويله.
يعنی بی له دی چی يو ټکې ووايو هسی لاسونه موسره ور کړه . د نجيب په غونډه منډه څېره کې د هيڅ ډول احساساتو نښه نه وه، خود سپولينکوف پر څيره د مکر سپکونکې موسکا (نيشخند»سرگردانه وه. دواړه د حکومت دريس دسکرتر له خونی په دومره بيړی ووتل چی کارپوف تر شا ورغږ کړ(کرغېړنو».
ددی له پاره چی د حالاتو دارزونی څو ثانې وخت پلاس راغلی وي،له کشتمند مو هيله وکړههغه څه چی ورته له موږ مخکې ويل شوي بيا تکرار کړي گورم چی هغه زما لومه وپېژندله ، پر پراخه تندي يې تياره خپره شوه اود تورو سترگوپر چارپيريي د گنځو جال وغوړېدو . هغه پر ځان کنټرول بيامونده او په خورا دقت بې بيړئ ، په داسی حال کې چی ټکي ټکي يي جلا جلا کاوه وويل
د خاد ريس نجيب او جنرال سپولينکوفهمدا لږ شيبه وړاندی خبر راکړ چی دا جنايت په بدلو جامو کې غليم په خپله کړی دی.
ماته د سپولينکوف د سپکاوي موسکا راياد شوه.
دا هيڅ امکان نه لري ، کشتمند داوويل او بيا يي زما خواته د مکر له کتنې وروسته د هر څه د بيا پلټنې اړتيا ته گوته ونيوله.
مايوروف نن به همدا کار وکړو هيله کوم خپل يو مرستيال هم د کميسون د غړي په توگه وگماری.
له دی وروسته مې اوږده شيبه د شوی پېښې له امله نا مفهومه بڼۀ بښنه وغوښتله ، گواکی داچی جگړه ده او جگړه خپله غم لړلی بيه لري. خودا ټولی خبری قانع کونکې نه برېښدی..... کشتمند په چوپه خوله هر څه اوريدل، هغه زما پر حالت ښه پوښېده ،خو هيڅ مرسته نه شوی کولای، ما احساس کړی چی د شرم پياله مې تر پايه څښلې او څکه مې نو په ارام او ډاډه زړه د هغو دفاعي اقداماتو ماهيت کشتمند ته په ډ اگه کړچی دالو گلو د مخنيوي له پاره په هېواد کې پلې کېدونکې دی.
دحکومت ريس موافقه وکړه ښه ده
پښتانه له شريعت پرته د پښتونوالی يو دود هم لري له هغه نه دسر غړونی سزا مرگ دی نجيبه ته خو پښتون يې تا څنگه پښتون ولي پرېښوده ؟ او ماکسيموف؟ ....هر څه روان دي هر شی بدليږي ...او بدليږې خلک ...
واړه ضابط او لومړې بريد من (ک»پر خپلو جنايتونو اعتراف کړی دیپاتی کسانو هم اعتراف کړی دی سامويلينکه خپلی خبری پدی جمله پای ته ورسولی .
کشتمند غلی دی . تکاچپه لوړ غږ پياله په نعلبکي وهي ،چير يمينخترينگلی دی . باباجان او گل اقاشونډې چيچي وکيل په ډار اوزاريو کشتمند ته گوري.
وروسته ساموييلنکه د شوی پېښېله امله زموږ له خوا خواشيني وړاندی کړه او بښنه يې وغوښته .
کشتمند چی تر دغه شيبی چپ ناست وو ، شونډې پرانستی اود هغه خبری زموږ ټولو له انتظار ه لری وی . دحکومت ريس ددی پر ځای چی زموږ بښنه ومني سره له دی چی ملکي وگړو ته زموږ له خوا شوي سپکاوي ته بد وويل د پړې ډېره برخه يې په خپله افغانانو واچوله گواکې دا چی افغانانو په خپله لکه ځناور بی نظمه دي او له همدی امله يې دی ته لاره هواره کړی چی دغسی چلند ورسره وشي اوس هغه (کشتمند» له موږ شورويانو بښنه غواړي .
د هغه څرگندونو هم موږ دشرم په ډنډ کې غوپه کړو موږ ځانونه ځپل شوي بلل او له شرمه تک سره شوي وو ، موږ د ختيځ اخلاقي درس واوريده.
د جنايت کونکو غدی محاکمه شوه ځېنو ته د مرگ سزا واورول شوه يو شمېر نوری پر اوږده زندان محکوم شول.
دا ليکنه د ډگر جنرال عباا لقادراکا د ليکل شوي کتاب څخه اخستل شوی زموږ پر خلکو نه شورويانو رحم او انسانيت څخه کار اخستی نه د هغه وخت يو شمير تسليم شوو چارواکو لکه کشتمند او ..... همدا رنگه عربيانو په اتلسو کلنو کې داسی شرمونکی بېلگی شته چی په خپل نوبت به وليکل شي.