د ایران کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، چې د وروستۍ نښتې په اړه یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي او دمګړۍ هېڅ ستونزه نشته.
هغه زیاته کړې چې سرحدي لار تګ راتګ لپاره پرانېستې ده او وضعیت عادي دی.
وړمه ورځ د ا، ا او د ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ د نیمروز کنګ ولسوالۍ کې پر پوله نښته وشوه، چې سپکې او درنې وسلې پکې کارېدې.
دې نښتې څو ساعته دوام درلود.
په دې نښته کې د یوه افغان او دوو ایراني پوله ساتو د وژل کېدو خبر ورکړی شوی دی.
د ا، ا دفاع وزارت یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، چې د نښتې د پیلېدو لامل ایرانی لوری و؛ خو ایراني چارواکي دا خبره نه مني.
د ا، ا او ایراني پوله ساتو ترمنځ تر دې وړاندې هم څو ځله د نښتو خبرونه ورکړل شوي.