که افغانستان کې د شري مخنیوی ونشي؛ نو زرګونه ماشومان به ووژني

که افغانستان کې د شري مخنیوی ونشي؛ نو زرګونه ماشومان به ووژني


  • 2 کاله دمخه (16/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 848

سمسور(سه شنبه د لړم۲۵ ) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې که افغانستان کې د شري ناروغۍ مخنیوی ونه شي؛ نو زرګونه افغان ماشومان به د شري له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د یاد سازمان په خبره اوس مهال له یو میلیون پورته افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او خوارځواکي بیا پر شري د اخته ماشومانو لپاره د مرګ حکم دی.

د سرچینې په خبره، وروستیو کې په دغه هېواد کې له سلو پورته ماشومان د شري له کبله مړه شوي او امکان لري، چې دا شمېره به نوره هم لوړه شي.

روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالو ټولنو غواړي، چې افغانستان سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ ترڅو په یاد هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیول شي.

روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري د زیاتېدو خبره په داسې حال کې کوي، چې اوس مهال پر افغانستان د لوږې یو خطرناکه څپه راغلې، چئ خلک یې ان د خپلو اولادونو خرڅولو ته هم اړ کړي دي.

سمسور نیوز