ماریا: امریکا غواړي افغانستان نور هم د اور لمبو ته وغورځوي

ماریا: امریکا غواړي افغانستان نور هم د اور لمبو ته وغورځوي


  • 2 کاله دمخه (28/11/2021)
  • سمسور پریس
  • 1017

سمسور(یکشنبه د لېندۍ۷) د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا د افغانستان ثبات نه غواړي او لاهم په دې لټه کې ده، چې څنګه په دغه هېواد کې بحران پراخه کړي.

د نوموړې په خبره پنټاګون په ټول توان افغانستان کې فساد خپور کړ او یاد هېواد یې د فساد پر کندې بدل کړ.

هغې زیاته کړې، چې امریکا د اوسني وضیعت مسؤله ده او دا هېوا د دې پر ځای، چې د روان بحران د حل لپاره کار وکړي؛ غواړي یاد بحران نور هم پراخه کړي.

د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویانده یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یو شمېر سیاسي شنونکي باور لري، چې افغانستان د روسیې او امریکا د جګړې پر میدان بدل شوی.

سمسور پریس