اروپا؛ طالبانو ته د مرستې لپاره خپل شرطونه اعلان کړل

اروپا؛ طالبانو ته د مرستې لپاره خپل شرطونه اعلان کړل


  • 3 کاله دمخه (30/11/2021)
  • سمسور پریس
  • 958

 سمسور(سه شنبه د لېندۍ ۹) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د اروپايي کمېسیون له یوه پلاوي سره د قطر په دوحه کې د دوو ورځو لپاره د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او یو شمېر طالب چارواکو سره وکتل، چې پکې یې طالبانو ته د بشري او اروپايي مرستو شرطونه اعلان کړل.

 د اروپايي کمیسیون په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د یوه ټول شموله حکومت پر لور ګړندي، بامعنی او د پام وړ ګامونه واخلي چې د افغاني ټولنې بډایه او قومي، سیاسي او مذهبي نمایندګي، نارینه او ښځینه په لوړو پوستونو کې وي او د پخلاینې لاره هواره کړي. "د ملت لپاره لاره هواره کړي."

په همدې حال کې بیا طالبانو ویلي، چې اروپایي ټولنه دې مرستې له سیاست بېلې او افغانستان کې دې د بشري ناورین په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.

سمسور پریس