شېخ رشید: د تالېبانو په خوښه پر ډیورنډ کرښه اغزن تار تېروو

شېخ رشید: د تالېبانو په خوښه پر ډیورنډ کرښه اغزن تار تېروو


  • 3 کاله دمخه (27/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1190

سمسور(دوشنبه د مرغومي۶) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار د تالېبانو په خوښه تېروي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې، چې په تېر وخت کې د اغزن تار لګولو په وخت ډیرو پاکستاني سرتیرو قرباني ورکړې او پر دې کار ډیر مصرف شوی دی؛ نو ځکه اوس غواړي دا چاره له افغان تالېبانو سره په موافقه ترسره کړي.

 

 شیخ رشید دا هم وویل چې پاکستان د طالبانو سره مرسته کول غواړي ځکه خو یې ټوله دنیا د یو نړیوال کنفرنس لپاره اسلام اباد ته ورغوښتې وه. 

رشید د پاکستاني طالبانو په اړه وویل چې حکومت یې د هغوی سره په غیرمستقیم ډول په تماس کې دی او ورسره به د مذاکراتو په اړه د فېصلې کولو لپاره د لوړپوړو پاکستاني چارواکو یوه غونډه جوړیږي.

سمسورپریس