ګوتریش: افغانان په بد اقتصادي حالت کې دي

ګوتریش: افغانان په بد اقتصادي حالت کې دي


  • 3 کاله دمخه (14/01/2022)
  • سمسور پرس
  • 921

سمسور(جومه د مرغومي۲۴) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش وایي، افغانان تر بل هر وخت په بد بشري وضعیت کې قرار لري او نړیوال باید د افغان ټپ مرهم شي.

نوموړي د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې باید سر له همدا اوسه په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصاد دړې - وړې کېدو ته رسېدنه وشي. 

هغه وایي، ښه ده چې د بحران د مخنیوي لپاره د افغانستان کنګل شوې سرمایه ازاده شي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په کور دننه اقتصادي وضیعت تر بل هر وخت سخت شوی او نږدې۹۸ سلنه خلک کافي خوړو ته لاسرسی نلري.