امریکا: ښایي د کنګل شویو پیسو یوه برخه د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ورکړل شي

امریکا: ښایي د کنګل شویو پیسو یوه برخه د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ورکړل شي


  • 2 کاله دمخه (21/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 779

سمسور (جمعه د سلواغې۱) امریکا وايي، کېدای شي د افغانستان د کنګل شویو پيسو یوه برخه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نېټې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ډول ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، دا کار به د محکمو له پرېکو وروسته ترسره کېږي، چې تر اوسه وروستۍ پرېکړه هم نه‌ده شوې. 

ښاغلی وېسټ دغه‌راز وایي، د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره اوس مهالویش نه لري، خو غواړي له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو مخکې د طا لبانو له لورې ځیني اقدامات وویني.  

د هغه په خبره، د طالبانو تر بیرغ لاندې افغانستان سره یې د هیواد چلند د طالبانو په کړو، وړ پورې تړلی او په دغه هېواد کې د بشري ناورین کنټرول او یو شمېر مسایلو په تړاو له هغوی سره اړیکه کې دي.