د نړیوالو مرستو  افغانستان بانک ته د ۳۲ میلیون ډالرو وسپارل شوه

د نړیوالو مرستو افغانستان بانک ته د ۳۲ میلیون ډالرو وسپارل شوه


  • 2 کاله دمخه (12/03/2022)
  • سمسور نیوز
  • 916

د افغانستان بانک وايي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرستې بله کڅوړه هم نن کابل ته را رسېدلې ده. 

دغه بانک د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هېواد ته د بشرپاله مرستو له پیله تر اوسه دا اتلسمه کڅوړه ده چې کابل ته رارسېږي او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثبات کې ډېره مرسته کوي او د افغانستان بانک هڅه کوي چې په هېواد کې د اقتصادي ثبات لپاره ورتر غاړې مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي.