کله چې د فبروري په ۲۳ مه نېټه روسیې پر یوکراین برید وکړ، نو د پاکستان پخواني او نوې اړیکې سمدلاسه د اقرار په تله ودرېدله.
پاکستان باید اقرار کړی وای، چې څه او څوک غواړي؟
امریکا؟
که
روس؟
پاکستان ولسي حکومت او حتا پوځ یې د امریکې د بهرنیو پالیسو پر ضد ځينو اقداماتو ته لاس اچولی و.
که مو خبرونه تعقیب کړي وي، هغه مهال د روس د پوځ یوه برخه پاکستان ته راغله او له نظامي کېمپونو یې لېدنه وکړه.
دوی په خپلو کې نظامي تمرینات وکړل او ځينې نور داسې تاریخي اقدامات ترسره شول، چې تر اوسه د پاکستان بهرني سیاست یې شاهد نهو.
امریکې له همغه وخت راهیسې پاکستان د خپل دوربین څار ته برابر کړی و او ځينې مسائل یې ورسره په دقت څارل.
کله چې روسیې پر یوکراین برید وکړ، نړۍ دوه قطبه شوه.
د واشنګټن پلویانو چې زیاتره یې غربیان ول لاسونه جیګ کړل. او دویم د کرملېن پلویانو هم په عملي توګه ملاتړ اعلان کړ، خو ځینو هغو بیا له ویرې د بېطرفۍ لاره غوره کړه، چې ځان په دغه نقاب کې ښودل پخپله طرف و، ځکه امریکه له خپلو ټولو ملاتړو هېوادونو د روسیې د برید د ښکاره او سختې غندنې غوښتونکې شوه.
پهدغه وخت کې پاکستان د روس پر طرف په غېر مستقیمه توګه د خاموشۍ طرف ونیولو او د پاکستان پخواني صدر اعظم عمران خان په غوښتنه یې د ملګرو ملتو امنیت شورا کې د بېطرفۍ کارت استعمال کړو.
په ظاهر او عملي مېدان کې د امریکې ګټو ته ځان وفادار غوښتونکو هېوادونو یو خطرناک او عملي مېدان رامنځ ته شو، امریکه محاسبه وکړه، چې په ریښتیا د دوی د ګټې ساتونکي کوم هېوادونه دي.
پاکستان د خپل اوسنۍ مفاد پر ضد یو اشتباهي ګام واخیست، چې هغه کرملېن ته د صدر عمران خان هغه مهال رسمي سفر و، هغه هم داسې مهال چې روسیې په عملي ډول د یوکراین پر ضد نظامي ګام واخیست.
امریکه د انفجار تر بریده غوسه شوه او سمدلاسه یې د عمران خان د شړلو پرېکړه وکړه.
د جمهوریت او دموکراسۍ اساس ایښودونکو ته د داسې نظامونو ضعیف رګونه او چپه کول لکه د افغانستان په شان د ګوتې ټَک ته ضرورت وي.
امریکې لیکلی اخطار د خپل بهرني سیاست کارکوونکو لخوا هلته د پاکستان سفیر ته وسپاره او په مطلق ډول یې د پاکستاني نظام د چپه کولو ګواښ وکړ.
چې کله پوځ او د نظام اصلي ساتونکي یې خبر شول، نو سم د واره یې د امریکې په پلوي اقدامات وکړل.
له امریکې سره په تماس کې شول، چې که خپل نااهل صدر د سپينې ماڼۍ په خوله لرې کړي، نور کوم مفادات ترلاسه کولی شي؟
امریکې په مقابل کې د پوځ او د پاکستان د ځينو تېرو کړنو د معافیت ډاډ ورکړ.
پاکستاني پوځ د امریکې سره لاس یو کړ او د مشر جنرال باجوه په مشرۍ یې د ملکي نظام د نسکورولو لپاره اپوزیشن لیډرز باندې کار شروع کړ.
لګښت او پلان د امریکې و، خو پوځ یې عملي بڼې ته کار وویل.
کار دې حد ته را ورسېدله، چې ډېر ژر یې په پارلمان کې څو تنو رایې د عدم اعتماد یا د صدر اعظم د منفکۍ لپاره واخیستلې.
د پاکستان د ملکي سیاست برخه صدراعظمي ده او که چېرې پارلمان کې یې د اکثریت لپاره رایې راټولې او اجنډا کې شامله شوه، نو وزیر اعظم منفک کېدی شي.
عمران خان له موضوع اګاه او پلان دا شو، چې دغه پلان افشا کړي او بیا له څوکۍ که منفک هم شي، نو ملت به له اصلې خبرې باخبر وي.
دوی سل په سله ډاډه ول، چې کار به همداسې پرمخ وړل کېږي، خو عمران خان په وروستي دقیقه کې پلان ته لغته ورکړه.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي نه یې غوښتنه وکړه، چې پارلمان منحل اعلان کړي او نظام د ده د ناکامۍ سره- سره د نورو په ناکامۍ پر بل مخ واوړي.
د شکست له خونده یې د کامیابۍ مزه وچشله او ځان یې خپل ملت ته سپينه کوتره معرفي کړه.
اوس د پاکستان پوځ امریکې ته ځان وفادار معرفي کړ، خو ملت یې دوه ژورې عقدې واخیستلې.
لومړي: د دوی د پوځ پر ضد انزجار او نفرت.
ځکه پوځ په خپله اعلان وکړ، چې دوی د روس برید غندي.
دویم:د امریکې پر ضد نوې او ثبوت شوې مفکوره.
نور د پاکستان پوځ د خلکو هغه پخوانی ملاتړ نه شي لرلی.
عمران خان او ګوند به یې د خپل پوځ پر دغه خیانت سترګې پټې نه کړي او د موضوع پرضد یې مبارزه او لاریونونه د امریکې پر وړاندې انزجاز ته لا شدت ورکړي.
د پاکستان پوځ امریکې ته د خپلې وفادارۍ امتحان کې پاتې راغلی او نور یې باور ختم دی.
که چېرې دغه شدت زیاتوالی پېدا کړي، نو د پاشل کېدو بټن ته یې د امریکې اسانه لاسرسی پېدا کېدی شي.
روسیې که چېرې د عمران خان دګوند په ملاتړ شدت ته مېلان وکړي، نو پاکستان د یوکراین له شدته اغېزمن کېدی شي.
سیاست وهل نه کوي، خو یوه غلطي کې عسکري څپېړه ورکوي، چې ورمېږ هم ورسره ماتېږي.
پاکستان د ملکي سیاست انفجار ته نږدې شوی او ډېر کم پاتې چې هر څه یې وشړېږي.
لاریونونه به لا زیات شي.
تر څو معلومه شي، چې ټاکنې کېږي، که کومه بله پرېکړه.
که ټاکنې وشي، نو اپوزیشن به د خپلې ناکامۍ سیاسي کودتا له وجې لاریون کوي.
که عمران خان پاتې راغی، نو د هغه اعتراض بېخي شدت زیات لري.
او که عمران خان وګټله، نو د امریکې پر ضد او په خپله وینا یې خپلواک سیاست به یې بهرني پالیسي وي.
دغه کار د پاکستان ګټو ته زهر دی.
پاکستان ته د ډاکټر زلمي خلیلزاد ورتګ هم بېهېڅ نه ده او د دغه سیاسي شخص پَل چاته بختور نه دی پاتې شوی.