سمسور (۸غوایی۱۴۰۱) د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې د ناپېژندو وسلهوالو په هدفي بریدونو کې د پولیس افسر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
ځایي امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه پېښې د جنوبي وزیرستان په واڼه او جانيخېلو سیمو کې رامنځته شوې دي.
سرچینه وایي، چې د پولیسو افسر اسلم جاوېد پرون ماښام، له روژه ماتي وړاندې په مرکز واڼه کې دندې ته پر لار و، چې ناپېژندو وسلهوالو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.
بلپلوه بیا؛ د بنو په جاني خېلو کې هم ناڅرګندو وسلهوالو یو تنکی ځوان د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی دی.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي پېښو زور اخیستی، چې د ځایي خلکو جدي اندېښنې راپورته کړې دي.