ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږ غړي د کوټې چت لوېدو په پېښه کې مړه او ژوبل دي

ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږ غړي د کوټې چت لوېدو په پېښه کې مړه او ژوبل دي


  • 2 کاله دمخه (07/05/2022)
  • سمسور
  • 751

سمسور (۱۴۰۱) ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالي کې د یوې کورنۍ شپږ غړيو ته د کوټې چت لوېدو له امله مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دیادې کورنۍ خپلوان وایي، چې تېره شپه د یادې ولسوالي اړوند په غزو کلي کې د ناصر خان په نامه د یو کس د کوټې چت را لوېدلی دی.   

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د ناصرخان څلور لورانې وژل شوي، مېرمن او زوی یې ټپیان شوي دي. 

په ننګرهار او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځ‌ته کېږي، چې له کبله یې هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.