د بغلان د بورې تولیدي کارخونې بیا فعالیت پیل کړی

د بغلان د بورې تولیدي کارخونې بیا فعالیت پیل کړی


  • 1 مياشت دمخه (04/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 58

د بغلان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د بغلان ولایت د بورې دولتي کارخونې تر څو کلن ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړی دی. 

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې کارخونې تېره ورځ د یو شمېر دولتي چارواکو په شتون کې فعالیت پیل کړی او ۳۶۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د یادې فابریکې د مسئولینو په حواله راغلي، چې دغه کارخونه به ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ ټنو پورې د بورې تولیدولو ظرفیت ولري، چې نه یوازې به د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي؛ بلکې بهر ته به هم صادرېږي. 

یاده کارخونه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۹ لېږدیز لمریز کال کې فعاله شوه؛ خو په ۱۳۷۱ ل.ل کال کې د کورنیو جګړو له امله په ټپه ودرېده او له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کلونو پورې یې بیا د جرمني او افغاني شرکتونو په همکاري فعالیت کاوه.