پاکستان وروستیو سېلاب ځپلیو لپاره د بشري مرستو دوهمه محوله رالېږلې

پاکستان وروستیو سېلاب ځپلیو لپاره د بشري مرستو دوهمه محوله رالېږلې


  • 2 کاله دمخه (10/05/2022)
  • سمسور
  • 674

سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) پاکستان وايي، په افغانستان کې یې د وروستیو سېلاب ځپلو افغانانو لپاره د بشري مرستو دوهمه جوپه هم نن رالېږلې ده.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان د حکومت ځانګړي استازي محمد صدیق خان پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه مرستې به د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې پر وروستیو سېلاب ځپلو ووېشل شي.

پاکستان روانه اونۍ هم له افغانستان سره د بشري مرستو خبر ورکړ.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف هم پر نړیوالو غږ کړی و، چې په افغانستان کې دې وروستیو سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.