سرپرست حکومت فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له‌خوا د الجزیرې خبریالې وژنه غندلې

سرپرست حکومت فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له‌خوا د الجزیرې خبریالې وژنه غندلې


  • 2 کاله دمخه (11/05/2022)
  • سمسور
  • 754

سمسور (۲۱غوایی۱۴۰۱) د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د الجزیرې تلوېزيون د خبریالې شیرین ابو عاقلې وژنه غندلې ده. 

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټوېټ پیغام کې دغه وژنه د بیان پر ازادي برید بللی دی.

د هغه په خبره، اسرائیل د بيان پر آزادۍ په بريد سره غواړي، چې په فلسطیني ولس د دوی ظلمونه نړۍ ته څرګند نه‌شي.  

د مالوماتو له‌مخې، د الجزيرې تلوېزيون خبریاله شيرين ابو عاقله نن چهارشنبه د فلسطين د جنين ښار ګوټي په باختريه سيمه کې وژل شوې ده. 

رسنیو راپور ورکړی دی، چې اسرٸيلو دغه پېښه تاٸيد کړې ده او ويلي يې دي، چې په دې اړه څېړنې کوي.