دیبرا لاینز: هڅه کوو نوي حکومت سره هېوادونه همکارۍ ته راوبولو

دیبرا لاینز: هڅه کوو نوي حکومت سره هېوادونه همکارۍ ته راوبولو


  • 2 کاله دمخه (13/05/2022)
  • سمسور
  • 692

سمسور (۲۳غوایی۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لاینز، د امربالمعروف له سرپرست وزیر محمد خالد حنفي سره کتلي دي.

د امربالمعروف وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې مېرمن لاینز نوي حکومت سره همکارۍ ته د هېوادونو رابللو ډاډ ورکړی دی. 

د دې لیدنې پر مهال ښاغلي حنفي ویلي، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د فساد د مخنیوي لپاره جوړ شوی، چې د ظلم مخه نیسي او له مظلوم سره مرسته کوي. 

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې تېره اوونۍ امربالمعروف وزارت پر مېرمنو د جبري حجاب فرمان اعلان کړ او له مېرمنو غوښتنه شوې، چې له اړتیا پرته دې له کوره هم نه وځي.

دې فرمان ته په کور دننه او بهر په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي او دا پرېکړه یې غندلې ده.