مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه اعلان کړه

مالیې وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه اعلان کړه


  • 2 کاله دمخه (14/05/2022)
  • سمسور
  • 720

سمسور (۲۴غوایی۱۴۰۱) مالیې وزارت د وزیرانو شورا تر تصویب او د د ا.ا د مشرتابه تر تایید وروسته د ۱۴۰۱ کال مالي بودیجه اعلان کړه.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د سږکال ملي بودیجه (۲۳۱) میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.  

په اعلامیه کې راغلي، چې له یادې بودیجې څخه (۲۰۳) میلیارده افغانۍ عادي او (۲۷.۹) میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودیجه ده، چې له داخلي عوایدو څخه ترتیب شوې ده.

ددغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، ترتیب شوې بودیجه یې بهرنی ملاتړ له ځان سره نه لري. 

یاد وزارت ویلي، که څه هم ځانګړې شوې کلنۍ بودیجه کې (۴۴) میلیارده افغانۍ کسر شته دی، خو زیاتوي چې دوی به د کال تر پایه په یادې بودیجې خپلې چارې پرمخ وړي.

دا بودیجه داسې مهال اعلان شوې، چې د ا.ا سرپرست حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی او تراوسه کوم بهرنی ملاتړ هم له ځانه سره نه لري.