سمسور (۵غبرګولی۱۴۰۱) د اسلامي امارت سرپرست حکومت وايي، چې په افغانستان کې د لویې دودیزې جرګې د ور بللو په هدف به یو کمیسېون جوړ شي.
د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور ویلي، چې د جرګې د دایرولو لپاره کمېسیون جوړېږي، خو د دې جرګې د څرنګوالي په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.
د لویې جرګې د رابللو خبرې داسې مهال کېږي، چې سرپرست حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو یو کمېسیون هم جوړ کړی او له افغانستانه بهر مشرانو څخه غوښتل شوي چې هېواد ته راشي.