بلوچستان کې د برید پر مهال اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان کې د برید پر مهال اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 2 کاله دمخه (19/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 751

سمسور (۲۹غبرګولی۱۴۰۱) پاکستاني چارواکي وایي، په بلوچستان کې د سړک جوړولو د شرکت کارکوونکو پر کېمپ د نامالومو وسله‌والو په برید کې درې کارکوونکي وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي. 

د راپورونو له‌مخې، برید پرون د بلوچستان د «هرنايي» ولسوالي په یوې لېرې پرته سیمه کې رامنځته شوی دی.  

ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه برید پر مهال درې تنه وژل شوي، پنځه ټپیان او پنځه نور لادرکه شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې وسله والو څو موټرو ته اور ورته کړی او یو شمېر ماشینونه یې هم له منځه وړي دي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.