ایران: امریکا په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن وهي

ایران: امریکا په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن وهي


  • 2 کاله دمخه (27/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 637

سمسور (۶چنګاښ۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وایي، چې امریکا په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د نفاق اچونې او دلته د جګړې اور بل ساتلو په لټه کې ده. 

ښاغلي حسن کاظمي قمي په یوه ټویټ کې د ا.ا او د مولوي مهدي تر قوماندې لاندې کسانو ترمنځ وروستۍ نښتې د امریکا له خوا دسیسه بللې ده.

حسن قمي د دغو نښتو اصلي لامل څو ملیتي اطلاعاتي شبکې بولي او ټینګار کوي، چې د امریکا د دغې فتنې اچونې موخه، په افغانستان کې د هزاره او تاجیک توکمونو قرباني کول دي. 

نوموړي ویلي، چې امریکا په دې سره غواړي د افغانستان ناورین سیمه‌ییز کړي. 

د بلخاب نښتو په اړه د ایران د ځانګړي استازي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له څلورو ورځو راهیسې د سرپل به بلخاب ولسوالۍ کې د مولوي مهدي د کسانو او ا.ا ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.