د سرپرست حکومت یو پلاوی له امریکا سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ

د سرپرست حکومت یو پلاوی له امریکا سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ


  • 2 کاله دمخه (29/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 699

سمسور (۸چنګاښ۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، په مشرۍ یو پلاوی له امریکايي چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي مسائلو په اړه قطر ته روان شوی دی. 

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوی به دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره وګوري او په دغه ناستو کې به د سیاسي موضوعاتو ترڅنګ پر اقتصادي او بانکي برخه هم تمرکز وشي.

د وزارت د خبر له مخې، په دغه پلاوي کې د سرپرست حکومت د مالیې وزارت او افغانستان بانک استازي هم شامل دي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې ځینې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و، چې امریکا له افغان لوري سره د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې پیلوي.