سرپرست حکومت: هند سره هوایي دهلیز بېرته فعال شوی؛ سوداګري ورسره پراخوو

سرپرست حکومت: هند سره هوایي دهلیز بېرته فعال شوی؛ سوداګري ورسره پراخوو


  • 1 کال دمخه (31/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 858

سمسور نیوز (۹لړم۱۴۰۱) سرپرست افغان حکومت هند سره د سوداګرۍ ودې لپاره هغه هوايي دهلیز بیا پرانیستې، چې په ۲۰۱۹ کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت بنسټ اېښی و. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې دوی  د یوه تړون له مخې هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅې کوي.

نوموړی وایي، له دې لارې تېر یوه کال کې ۳۰ زره ټنه هنجه او لاسي صنایع له افغانستانه هند ته لېږدېدلي دي.   

د کابل او نوي ډهلي ترمنځ کلنۍ سوداګري تېرو کلونو کې یو نیم میلیارد ډالره ته رسېده؛ خو د راپورنو له مخې، د ا.ا له واکمنۍ وروسته دا کچه ۲۴ میلیونو ته راټیټه شوه.  

د ا.ا سرپرست حکومت څه موده وړاندې چین ته هم د هوایي دهلیز له لارې د شل ټنه ځلغوزیو د صادرېدو خبر ور کړی و.