بلخ کې ټرافیکي پېښې د پنځو کسانو ژوند واخیست

بلخ کې ټرافیکي پېښې د پنځو کسانو ژوند واخیست


  • 2 کاله دمخه (03/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 847

سمسور نیوز (۱۲لېندۍ۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، د بلخ - حیرتان پر لویه لار ټرافيکي پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او یو بل تپی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد اصف وزیري وایي، پېښه د تېرې جمعې په ورځ ماښام مهال، د حیرتان ښارګوټي سیمه کې د کرولا او ډامټرک موټرونو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

نوموړی د پېښې د رامنځ ته کېدو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

په هېواد کې د ترافيکي پېښو لوى لاملونه، د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي نښو نشتون بلل کېږي.