د لوړو زده کړو وزیر: د پوهنتون د استادانو معاشونه لوړوو

د لوړو زده کړو وزیر: د پوهنتون د استادانو معاشونه لوړوو


  • 1 کال دمخه (04/12/2022)
  • سمیر احمد
  • 704

سمسور نیوز (۱۳لېندۍ۱۴۰۱) د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، هرات ته د خپل سفر پر مهال د پوهنتون استادانو د معاشونو د زیاتېدو خبر ورکړی. 

شېخ ندا محمد ندیم دا هم ویلي، چې د استادانو پاتې معاشونه به هم ژر ورکړل شي.

معلومه نه ده، چې د استادانو په معاشونو کې به څومره زياتوالی راشي.

نوموړي ویلي، عصري زده کړې د یو هېواد لپاره جدي اړتیا ده. 

د لوړو زده کړو وزیر دغه راز له بهر ته تللیو استادانو هم غوښتي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي.