مولوي کبير: د ټولو کدرونو احترام کوو او له مشورو یې ګټه اخلو

مولوي کبير: د ټولو کدرونو احترام کوو او له مشورو یې ګټه اخلو


  • 1 کال دمخه (14/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 625

سمسور نیوز (۲۳لېندۍ۱۴۰۱) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د تېرې ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره ‌ليدلي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د هېواد د روان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه‌ بحث او سلا مشورې شوې دي. 

د خبر پاڼې له مخې، په لیدنه کې مولوي کبير ويلي، چې ا.ا د ټولو افغان شخصیتونو او کدرونو احترام کوي او هېواد ته په راستنېدلو یې خوښېږي.

هغه زياته کړې، هېواد ته د افغان شخصیتونو او کدرونو راتګ ورځ تر بلې ډېرېږي او ا.ا هم د کدرونو ښې مشورې اوري او له تجربو یې ګټه اخلي.

په ورته مهال، پخوانيو کيلانو بیا ويلي، چې دوی افغانستان خپل کور ګڼي، اسلامي نظام خپل مشروع نظام بولي او هر ډول مرستې ته یې چمتو دي.