افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدارن ۱۰۶، رحمان الله ګربز ۵۳ او رحمت شاه ۵۲ منډې جوړې کړې.
د سریلانکا لپاره په توپ اچونه کې هسرنکا دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې سیاله لوبډله د هدف پوره کېدو ته پرېنښوده او ټول لوبغاړي یې په ۲۳۴ منډو وسوځېدل.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، ګلبدین نایب درې او یمن احمدزي ۲ لوبغاړي وسوځول.
دواړه لوبډلې به راتلونکې یکشنبه د روانې لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره کړي.