د لويو شاعرانو يوه شخصیتي ځانگړنه لویه شاعرانه استغنا او له شعر سره داسې ژوره مینه وي، چې په هيڅ شي يې نه بدلوي. د بيدل په اړه ليکل شوي دي، چې مغلي شهزاده دربار ته ور وغوښت چې د نورو غوندې د قصيدو په مقابل کې یو څه تر لاسه کړي. په دې وخت کې د بيدل د غريبۍ او تنگلاسۍ اندازه د بې جوړې بيدل شناس ډاکټر عبدالغني د تحقیق له لوستو وروسته لگولای شئ، خو د بيدل ځواب قاصدانو ته دا و چې:
دنيا اگر دهند نخيزم ز جای خویش
من بسته ام حنای قناعت به پای خويش
د ملي سرود د ليکلو په اړ و دوړ کې د ارگ قاصد د استاد پسرلي ليدو ته ورځي او له هغه غواړي، چې يو سرود دې وليکي. استاد د سرود ليکلو لپاره شرایط پوښتي. قاصد وايي: په سرود کې بايد د افغانستان د قومونو نومونه راشي او په پای کې یې الله اکبر هم وي. استاد موسکی شي او قاصد ته کيسه وکړي:
«په غزني کې يو تازه زوم شوی ځوان حکاک ته يو نگين ور وړي. حکاک ته وايي چې پر دې نگين هم ياسين او تبارک الذی سورتونه راته وکېنده او هم زما د خواښې نوم. حکاک چې ظريف سړی دی، د نگين پر تندي لاندې توري ور کېندي:
ياسين و تبارک
خشوی فلانی شده خرسک
زه شاعر یم، حکاک نه يم، چې په دومره واړه نگين (ملي سرود) کې هم د قومونو حاضري واخلم او هم په پای کې الله اکبر ور زيات کړم. تاسې ملي سرود نه جوړوئ، نگین غواړئ او نگين جوړول زما نه دي زده.»
په پورتنيو دواړو واقعو کې دوه لوی شاعران په دوه لاري کې راگير شوي دي. يوه لاره د مال او شهرت ښار ته تللې ده او بله لاره د شعر، هنر او استغنا د جونگړې په طرف. خو گورو چې دواړو دوهمه لاره اخيستې ده. هغوی چې شعر او هنر په دغسې «عاشقانه قمار» اخيستلای نۀ شي، ښه شاعران به وي، خو لوی شاعران نه دي. عاشقانه قمار د مولينا تعبير دی چې وايي:
خُنُک آن قماربازی که بباخت آن چه بودش
بِنَماند هیچش اِلّا هوس قمار دیگر