ایران تېرو اتو میاشتو کې ۳۵۰ زره افغان کډوال راشړلي

ایران تېرو اتو میاشتو کې ۳۵۰ زره افغان کډوال راشړلي


  • 2 کاله دمخه (15/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 731

سمسور نیوز (۲۴لېندۍ۱۴۰۱) د ایران حکومت د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې نږدې ۳۵۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي. 

د ايران د خراسان رضوي ولايت د کډوالو چارو مسؤل، علي قاسمي ويلي، چې هره ورځ د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي؛ خو په تېرو اتو مياشتو کې ۳۵۰ زره هغه کډوال وتلو ته اړ اېستل شوي چې په غير قانوني توګه ايران ته ورغلي وو. 

د قاسمي په خبره، ياد شمېر افغان کډوال يوازې د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. 

بل خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلین هم وایي، چې وړمه ورځ تر ۲ زرو زیات افغان کډوال د اسلام قلعه له لارې له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه په تهران کې څلور اړخیزه غونډه ترسره شوه.