دانش: افغانان به هیڅکله استبدادي حکومت ونه مني

دانش: افغانان به هیڅکله استبدادي حکومت ونه مني


  • 4 کاله دمخه (13/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1218

 

سرور دانش وايي، افغانان به هیڅ کله استبدادي او مردسالار حکومت ونه مني.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې افغانستان کې د زیان منونکو لږکیو تر عنوان لاندې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، چې افغانان بیا  تیارو ته نه ورګرځي او استبدادي، انحصارګرا او مردسالار حکومت نه غواړي.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې حکومت باید اقلیتونو ته د سولې په مذاکراتو کې د حضور زمینه برابره کړي.

په ورته مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې دوحه کې د افغان دولت مذاکراتي ټیم د لویو تصامیمو صلاحیت نه لري او سترې پریکړې به لویه جرګه کوي.