افغان بندي د کراچۍ په زندان کې ساه ورکړه

افغان بندي د کراچۍ په زندان کې ساه ورکړه


  • 1 کال دمخه (18/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 828

د رسنیو د راپورنو له مخې، وړمه ورځ د کراچۍ په زندان کې د پاکستاني پوځیانو له لوري نیول شوی افغان بندي عبدالخلیل مړ شوی دی.

په یاد زندان کې د نیول شویو افغان بندیانو وکیلې منیزې کاکړ ویلي، عبدالخلیل د هغو ۱۳۰ افغان بندیانو په ډله کې وو چې د اکتوبر په ۳۰مه د مومن اباد په سیمه کې نیول شوي وو، چې د ډسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه وفات شو.

دا  دویم افغان زنداني دی چې د پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته په زندان کې ساه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ایران کې د افغانستان، ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ترمنځ په دغو دواړو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت څلور اړخیزه ناسته هم شوې وه. 

 وړمه ورځ بیا د بښنې نړیوال سازمان هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه.