« المُلکُ یَبقی مع الکُفر و لا یبقی مع الظُّلم» د کفر پاچهي دوام کوي خو د ظلم پاچهي دوام نه کوي. دا عربي مقوله که د نړۍ په تاریخ یا د نړۍ په نورو سیمو او نقطو کي صدق کوي او که یې نه کوي؛ په افغانستان کي یې موږ په دې تېرو څلوېښتو کلونو کي شاهدان یو. د خلقیانو او پرچمیانو نظام، د مجاهدینو حکومت او ورپسې ستاسي لومړنی حکومت یوازي د امریکا او ناټو د قواوو په زور نسکور نه سو بلکه ستاسي له هغه نظام څخه د هیواد په سلو کي ۹۹ اوسېدونکي ناراض ول. او هغه ناراضیت ما پخپلو سترګو په کندهار، کابل او جلال آباد کي ولیدی. که امریکایانو او ناټو حمله نه وای کړې ستاسي هغه نظام بالاخره د خلکو د قهر او غضب قرباني کېدی.
تېرشل کلن نظام هم د خپلو بې عدالتیو، فساد، رشوتونو، خپل سریو او ظلمونو قرباني سو. په جرأت سره ویلای سم چي له هغه نظام څخه به په هیواد کۍ یوازي فاسد مامورین او هغه کسان راضي ول چي بې ساري ناروا مادي ګټي یې تر لاسه کولې.
اولس تاسي ته پناه راوړه او تاسي له هغه نظام څخه د اولس د ناخوښۍ او نارضاییت له امله قدرت ته ورسېدلاست. خو دم ګړی، په جرأت درته ویلای سم، چي په هیواد کي، پرته له طالبانو، ټول انسانان درڅخه ناراض دي. ښځینه ډاکټرانو او نرسانو ستاسي د ظلم او تېریو او د نجونو دتعلیم او تحصیل د بندولو پرضد اعتصاب وکړ. د هغوی د دغه اعتصاب لومړنی تاوان هغو ناروغانو ته رسیږي چي د ښځینه ډاکټرانو عاجلو مرستو ته ضرورت لري او دا وبال به یې ستاسي په غاړه وي.
خلک د لوږي او بېکاری سره لاس او ګرېوان دي. د کورونو کرایه او د اولاد لپاره وچه ډوډۍ نه لري. د مسلکي او لایقو کسانو ځایونه ستاسو طالبانو نیولي دي او هغوی په یوه ګوله ډوډۍ پوري حیران دي؛ او ستاسي طالب اولسوالان و والیان ځیني دوهم، ځینی دریم او ځینی څلورم واده کوي.
که تاسي دغو ظلمونو ته دوام ورکړی. د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه همداسي بند پرېږدی. پر ښځو باندي قیوداتو او ظلمونو ته دوام ورکړی. د خلکو آزارولو ته دوام ورکړی نو خلک د لوږي، بېکاری او بې کورۍ تر څنګ ستاسي د ظلمونو طاقت نه سي راوړلای. په خپل طاقت مه مغرورېږی. تاسي ولیدل چي د نړۍ تر ټولو ستر طاقت متحده ایالاتو او ناټو له خپلو ټولو وسلو او زور سره د خلکو د نارضاییت په مقابل کي طاقت رانه ووړ. د امریکا ماته یوازي ستاسي کمال نه وو. تاسي فکر کوی چي که د افغانستان د ناراضي خلکو ملاتړ درسره ملګری نه وای تاسي به یوازي د پاکستان په زور، چي پخپله د لویو طاقتونو خیرات خور دی، امریکا ته ماته ورکړې وای؟ او اوس چي قدرت ته ورسېدلاست نو بیرته مو د هغه دردېدلي او کړېدلي اولس، چي تاسي ته یې پناه راوړې وه، کړولو او زورولو ته مخه کړه.
نه افغانستان د یوې ګوښه جزیرې په څېر له ټولي نړۍ څخه بېل ژوند کولای سي او نه دا هیواد په داخل کي یوازي په شروط الصلاة او خلاصه کیداني چلېدلای سي. ستاسي د عالی تحصیلاتو د وزیر دا وینا چي اسلامي امارت غواړي پوهنتون جاري کړي خو د نوي تعلیمی نصاب په وسیله به د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله لنډه کړي معنی دا ده چي تاسي غواړی له پوهنتونونو څخه مدرسې جوړي کړی. هیواد یوازي په مدرسو نه جوړیږي.
هیواد انجنییرانو، ډاکټرانو، اقتصادپوهانو، د زراعت ماهرانو، حقوق پوهانو، تاریخ پوهانو، ادیبانو، د کمپیوترمتخصصینو او د هر ډول عصري زده کړي فارغانو او پوهانو ته ضرورت لري. دا عصری علوم نه یوازي په شروط الصلاة او نه په صرف میر او مختصر کي سته.
که د ۱۴۰۰ کاله مخکي اسلامي نظام خبره وي موږ به ستاسي سره څه ونه وایو. خو افغانستان هغه زمانې ته رجعت کولای نه سي. تاسي ټول ساعتونه، موبایل ټلفونونه، زغره وال موټرونه نه لری؟ د کفارو په ملکونو کي له جوړوسویو ټوکرانو جامې نه اغوندی، په هوايي جهازونو کي سفرونه نه کوی؟ دا ټول هغه شیان دي چي ۱۴۰۰ کاله مخکي موجود نه ول او که اوس کار ورڅخه وانه خلی یوه ورځ ژوند نه سی کولای. او تر ټولو مهمه خو دا ده چي تاسي له یوې خوا د امریکا او د هغه حکومت د دسیسو پر ضد تبلیغات کوی او له بلي خوا د هغوی څخه په سل ګونو میلیونه ډالره مرستی اخلی او تر اوسه پوري مو لږترلږه څه کم دوه میلیارډه ډالره، د بشري مرستو په نوم ورڅخه تر لاسه کړي دي. دالر یې حلال دی.
راډیو او تلویزیون یې حرام دي!!!
د افغانی د نسبتي ثبات یوازینی عامل همدغه د امریکا، په میاشت کي، ۴۰ میلیونه ډالر دي. فکر کوی چي نن ورځ له خلکو څخه څه پټ پاتېدلای سي؟
په ټولي نړۍ کي بل داسي اسلامي هیواد هم سته چي د نجونو تعلیم او تحصیل پکښي بند وي؟ دا چي تر اوسه پوري هیڅ اسلامي هیواد، حتی پاکستان، سعودي عربستان او قطر په رسمیت نه یاست پېژندلي دا ستاسي لپاره ښه زېری نه دی. او یوه ورځ به داسي راسي چي دا بین المللی تجرید به ستاسي د بشپړ سقوط عامل سي.
پر هوښ راسی! افغانستان د تباهی کندي ته مه غورځوی. یوازي د نن ورځي په قدرت مه خوشاله کېږی. دا قدرت یو ځل مخکي هم تاسي آزمېیلی دی. بدي ورځي تمام نه لري. یوه ورځ بیا هم هغه حالت راتلونکی دی چي چاته د ګیدړي غار په سرقلفي نه پیداکېدی.
په زغرده درته وایم چي ستاسي څخه په میلیونونو ناراض کسان به ستاسي له هر دښمن سره لاس یو کړي او په نتیجه کي به ستاسي داځل سقوط پر هیواد باندي داسي فاجعه نازله کړي چي ښايي په خپل تاریخ کي به یې نه وي لیدلې. او دا هم درته وایم چي زه ستاسي سقوط او فاجعه آمېزه سقوط په سترګو وینم. دا اخطار نه دی او نه زما په څېر، د ګور پر غاړه بې وسه، بوډا تاسي ته د اخطار درکولو توان او صلاحیت لري. دا خبرداری دی او که متوجه نه سی نو بیا به یوه ورځ اوبه تر ورخ اوښتي وي.
د اسلامي اِمارت درنو مشرانو! تاریخ ثابته کړې ده چي قدرت په زور نیول کېدلای سي مګر په زور ساتل کېدلای نه سي. تاسي له امیرالمومنین له مقام څخه نیولې تر وزیر، معین، والي، اولسوال، رییس او حتی د ښوونځیو تر سرمعلمی پوري ټول مقامات خپلو طالبانو ته سپارلي دي. دا که له یوې خوا بې عدالتي ده له بلي خوا د ټولني پر ټولو قشرونو او پوهو او لایقو کسانو باندي بې اعتمادي ده. یوازي بې اعتمادي نه ده بلکه ظلم دی. تاسي د هغو کسانو له خولو او د هغوی له عیال څخه ډوډۍ واخیسته چي یوازي یې له حکومتي ادارو او شرکتونو سره کارکولای سوای ځکه چي هغوی تعلیم یافته او تحصیل کرده خاک دي. هغوی ټول رېړۍ نه سي چلولای او که یې وچلوي نو دا به لومړی ستاسي لپاره د شرم او خجالت ځای وي چي ماهرین او صاحب منصبان مو رېړۍ چلولو ته مجبور کړي وي. او دا به ټول ستاسي مخالف او دښمنان وي. د یوې ځانګړي ډلي او حزب حکومت هر وخت د استبداد او بې عدالتی سبب سوی او بالاخره په فنا محکوم سوی دی. د افغانستان خلک ډوډۍ نه لري او ستاسي یو اولسوال په یوه هفته کي دوه ودونه کوي.
ستاسي دي په یاد وي چي د طالبانو او د هغوی د بچیانو شمېر تر سلو زرو نه زیاتیږي خو په مقابل کي د افغانستان نفوس څلوېښت میلیونه دی. پر څلوېښتو میلیونو ناراضي انسانانو باندي، په وچ زور، د واک چلول او د هغوی خاموش ساتل د نړۍ پر مخ د هیڅ قدرت لپاره ممکن نه دی.
له خپل غرور څخه لاس واخلی. له نورو افغانانو، په تېره بیا ځوان او رسېدلي قشر سره، چي د حکومت او ادارې چلولو په هره برخه کي اړتیا ورته لیده کیږي، ګډ حکومت جوړ کړی. په حکومت او حکومتي چارو کي ونډه درلودل د ټولني د هر مستحق فرد حق دی او حکومت د هیڅ چا شخصي مال نه بلکه د ټولني ګډ مِلکیت دی. د یوه ځانګړي ګوند او ډلي د قدرت انحصار نه نړۍ او نه هم افغانانو ته د منلو وړ دی.
ځانونه له نړۍ او افغانانو څخه په لوی لاس مه تجریدوی؛ دا ښه عاقبت نه لري. د کابل په ښار کي وروستۍ چاودني، چي ښايی په وروسته کي تر دې هم زیاتي او سختي سي، ستاسي لپاره ښه زېری نه دی. که نن د چین هیواد خپل اتباع له کابله وایستل سبا د پاکستان ، هند او ایران واردی. او دا به ستاسي د نظام د سقوط نخښه وي.
د قدرت نشه تر بلي هري نشې خطرناکه ده. انسان په سترګو ړندوي او په غوږونو یې کڼوي. او څوک چي هم ړوند او هم کوڼ وي هغه به حتماً په کوهي کي نسکوریږي او سترګي او غوږونه یې هغه وخت بیرته خلاصیږي چي بیا نو هیڅ ګټه نه لري او کار تر کار تېر وي.
و ما علینا الّا البلغ المبین