د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکایانو یو ویجاړ افغانستان تر شاه پرېښود.
نوموړي د روسیې د بهرنیو تګلارو په اړه د دغه هېواد رسنیو ته د مالوماتو ورکولو په غونډه کې ویلي، ټول په دې واقعیت پوهېږي چې امریکايي سرتېرو په افغانستان کې د نشهيي توکو له قاچاقبرانو سره لاس یو کړی واو کلونه کلونه یې له افغانستان څخه اروپا ته مخدره توکي قاچاق کړل.
د هغه په خبره، امریکایان له افغانستان څخه وتښتېدل، خو افغانستان یې د ترهګرۍ او نشهيي توکو ګواښونو ته پرېښود.
لاوروف زیاته کړې، امریکا چې هر چېرته تللې، نو تر شاه یې یوه لویه تراژیدي پرېښې دی.
د یادونې وړ ده چې روسیې تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.