د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضايي د چین په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
ښاغلي رضايي نن په نیمه پایلوبه کې د کوریايي سیال جانګ جون پر وړاندې سیالي وکړه، چې په لومړي پړاو کې یې ۵ د ۷ او په دویم پړاو کې یې ۱۲ د ۱۴ پر وړاندې ماتې وخوړه او له مخکې تګ پاتې شو.
محسن رضايي په منځلوبه یا کواټر فاینل کې د قزاقستان لوبغاړي ته ماتې ورکړه او دغه راز د لارموندنې په پړاو کې یې د تاجکستان او جاپان پیاوړي سیالان هم مات کړي وو.
د ویلو ده، چې د چین په روانو سیالیو کې نوموړی د ۸۵ نارینه افغان لوبغاړو په منځ کې لومړنی کس شو چې مډال ګټي.