ملي دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې وبللې.
دوې ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خان له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، که د افغانستان اسلامي امارت په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه له منځه یو نه سي، دوی به له نړیوالو قوانینو سره سم هلته پوځي عملیات وکړي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د نوموړي د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان بې څښتنه نه دی او افغانان تل له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دي.
په له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مرکزونه شتون نه لري او د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
که څه هم د پاکستان حکومت تر دې وړاندې ورته څرګندونې کړې، خو تحریک طالبان پاکستان ډلې خپله هم په افغانستان کې خپل شتون رد کړی وو.