د امریکا یوه اېف - ۱۶ جنګي جیټ الوتکه د جنوبي کوریا په لویدیځ ساحل کې غورځېدلې ده.
د جنوبي کوریا یونهاپ خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه الوتکه په اوبو کې لوېدلې او پیلوټ یې، چې د الوتکې څخه یې ځان لاندې غورځولی و، ژوندی او خوندي دی.
په کوریا کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ هم دغه خبر تائید کړی؛ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
تر اوسه د الوتکې د لوېدلو علت نه دی معلوم.
د یادونې ده، چې په جنوبي کوریا کې د تېر کال په ډسمبر میاست کې هم یوه همدا ډول امریکایي الوتکه، چې په تمرین بوخته وه، ولوېده.