له فزيکي پدیدو او واقعیتونو سره عاطفي او تخيلي چلند اسطورې، شاعري يا بل هنر زېږولای شي، خو په واقعي ژوند کې د پرمختگ او بدلون لپاره اړ يو چې د واقعيتونو حقيقت ته ورسېږو.
له پدیدو سره د انساني چلند دا دوه ډولونه د معلوم بشري تاريخ دوه قطبونه جوړوي. د تاريخ هغه قطب اساطيري دور دی چې انسان له پدیدو سره تخيلي او عاطفي تړاو لري او هر څومره چې دا تړاو تجربوي او فزيکي بڼه اخلي، د تاريخ ساينسي قطب ته را لنډېږو. په ننۍ نړۍ کې د ملتونو د پرمختگ او د ژوند و ژواک طرز هم د چلندونو په دې دوو ډولونو پورې غوټه دی. هغوی چې د پدیدو د پېژندنې او تجربه کولو وړتيا لري، پديدې پخپله خوښه اړولای، را اړولای او له خپلو اړتياوو سره عيارولای شي. له پدیدو سره د عيني چلند ډول د دې ډلې د اختيار دايره پراخه کړې ده او د طبعيت څرخ د دوی په طبعیت گرځي. خو بله ډله چې لا يې هم د اساطيرالاولين عينکې پر سترگو ايښي او د هر څه تر شا د طبيعي قوانينو پر ځای نامريي لاسونه ويني، د جبر په زندان کې اوسي او ارادې يې لا جوکې نه دي وهلې.
وخت له گڼو فزيکي پدیدو څخه يو واقعيت دی، چې په اوسنۍ نړۍ کې يې ارزښت بې بديله او له پېژندنې پرته يې ښه ورځ محال ده. موږ په دوو ډېرو لویو ظرفونو کې اوسو، چې یو يې وخت دی او بل مکان. د انسان عمر د لايتناهي زمان يوه ډېره کوچنۍ برخه ده، چې موږ د اسانۍ لپاره په کلونو، مياشتو، اونيو او ورځو وېشلې ده. د وخت دا کوچنۍ برخه موږ ته د طبعيت تر ټولو لویه ډالۍ ده، چې د ځان، ټولنې او آن بشر د خير لپاره يې کارولای شو. البته دا ډالۍ له دوو اړخونو جالبه ده:
اول دا چې د هر کار لپاره زماني ظرف اړين دی. که وخت نه وي، هيڅ کار نه شو کولای. په بله ژبه وخت دی، چې موږ ته د يو کار د ترسراينې فرصت را کوي. همدا شېبه چې زه د وخت په اړه ليکل کوم، د وخت يوه برخه مې ورته را بېله کړې ده. که دا برخه وخت نه وي، دا ليکنه هم نشته. فلهذا، که يو څوک د وخت په اړه تر انشټاین هم زيات پوهېږي، خو چې د وخت په اړه د خپل برداشت ليکلو ته وخت و نه لري، موږ به يې له فکره خبر نه شو. یعنې وخت د انسان د کار او عمل د تحقق لپاره ظروف او شرايط برابروي.
دوهم دا چې د اغيزناک کار او فعاليت له امله د وخت په ارزښت کې تغيير راتلای شي. دا داسې ده، لکه تاسو ته چې څوک د مسو لويې ټوټې هم درکړي او تر څنگ يې ورسره سنگ پارس هم درکړي. اوس نو دا په تاسې پورې اړه لري، چې د مسو دا ټوټې په سرو زرو اړوئ او که همداسې يې پرېږدئ. فطرت انسان ته له يوې خوا د څو کاله عمر په نامه د لايتناهي زمان يوه وړه برخه ډالۍ کوي او له بلې خوا هغه ته د فکر کولو، کار کولو او لاس و پښې وهلو لايتناهي ظرفيت او پوټنشيل ور ډالۍ کوي. انسان که خپل دغه ظرفيتونه وکاروي، نو خپل څو کاله لنډ عمر دومره قیمتي کولای شي، چې ممکن د کريسټانيو رونالډو غوندې يې يوه ثانيه هم په څو يورو وپلورلای شي او آن تر سرو زرو یې هم قيمتي کړي، خو که د فکر او کار کولو دغه پټ پوټنشيل کنگل پاتې شي او متحرک نه شي، نو د وخت غوندې يوه لويه ډالۍ هم ارزښت بایلي او ممکن د څلورلارو د کاريگرو غوندې به يې ورځ په سل دوه سوه افغانۍ پلورو. هغه هم په زاريو.
هر څومره چې د انسان فکري او فزيکي ظرفيتونه له کنگل حالته متحرک هغه ته راځي، په هماغه اندازه يې وخت او عمر قيمتي کېږي او ځينې وخت يې ممکن ژوند د ارزښت داسې يوې مرحلې ته ورسېږي، چې د گرد بشريت برخليک ورسره تړل کېدای شي.
زده کړې، کار، فکري، هنري او فزيکي رياضتونه او مسلکي بوختياوې په اصل کې ټول د عمر هغه برخه ده، چې انسان په کې د خپل عمر او وخت د قيمتي کولو تمرين کوي. ځينې خلک دا تمرين په راستۍ وکړي او د ازموينو له بټۍ پوخ را ووځي، داسې پوخ چې د خپل پاتې عمر هره شېبه زرينه کړي، خو ځينې خلک دا کړاو قبول نه کړای شي او بېرته د مسو ټوټې په شا را ووځي.
د فرد په څېر د يوه ملت عمر هم د لايتناهي زمان يوه وړه برخه ده، چې د فرد پر ځای د وگړو يوې لويې کتلې ته ډالۍ کېږي. د وگړو د دې کتلې مجموعي نرم او سخت ظرفيتونه که متحرک شي، نو د ملت عمر هم طلايي کېږي، گنې د تاريخ په نامه په شا پورې د مسو او تيږو درنې تړلې ټوټې دي، نور هيڅ نه.
وخت د ژوندي ذهن مولود دی، ځکه چې ژوندی ذهن د فعاليت او تحرک لپاره فرصت او ظرف ته اړ دی. هديره شپه، ورځ، مياشتې او کلونه نه لري.
حکومتونه او دولتونه د خپلو ملتونو وگړو ته د سرو زرو خښتې نه ډالۍ کوي، بلکې د هغوی فردي او ټولنيز ظرفيتونه دومره لوړوي او متحرکوي، چې د هر فرد د ژوند شېبه، شېبه يې طلايي خښتې شي. د دې خبرې د وضاحت لپاره اړينه ده چې د کار په نړيوال بازار کې د بېلابېلو ملتونو د کاري ظرفيتونو د خرڅلاو نرخنامې وگورئ. د نرخونو تفاوت له دې ځايه دی، چې چا د خپلو وگړو وخت څومره ارزښتمن کړی دی. په بله ژبه چا د خپلو خلکو ظرفيتونه ډېر روزلي دي.
هغوی چې د خپلو ظرفيتونو د پېژندنې او کارونې ظرفيت نه لري او د ټولنيز ظرفيت کنگلېدا د حق لاره گڼي، د هرې ورځې او هر ساعت په تېرېدا د يوه ملت د عمر له ملي سرمايې څخه د وخت د مسو يوه داسې ټوټه د تاریخ سيند ته ورغورځوي، چې په سرو زرو بدلېدای شوه، خو دوی بدله نه کړه او يا د شاعر په قول:
جوړېدای شوه خو تا یاره جوړه نه کړه
زما زړه نه دې هنداره جوړه نه کړه