په ترکیه کې دوو افغان کډوالو په یوه لارۍ کې د اکسېجن د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دا په وروستۍ یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی، چې ترکي پولیس په لاریو کې افغان کډوال نیسي.
د ترکیې پولیسو ویلي، په يوې باروړونکې لارۍ کې یې ۵۲ کډوال نيولي، چې له ډلې یې دوه افغان کډوال د اکسېجن د کموالي له امله مړه شوي او د ۷ نورو روغتیايي وضعیت نازک دی.
پولیس وايي، ۷ کسان روغتون ته بیول شوي او پاتې نور نیول شوي کډوال به ډېر ژر له دغه هېواده و اېستل شي.
د ترکیې پولیسو په وروستیو ورځو کې د غیر قانوني کډوالو خلاف اقدامات زیات کړي دي.
ترکي پولیسو د تېرې شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې په یوه لارۍ کې یې ۴۰ تنه پټ شوي افغان کډوال نیولي دي.