د هرات له زلزله ځپلیو سره؛ د اروپایي ټولنې تازه مرسته راورسېده

د هرات له زلزله ځپلیو سره؛ د اروپایي ټولنې تازه مرسته راورسېده


  • 1 کال دمخه (22/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 414

اروپایي ټولنه وایي، د هرات له زلزله خپلیو سره یې د بشري مرستو نوې جوپه کابل ته راسېدلې ده.

دغه ماموریت بېګاه شپه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې له اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه مرسته کې طبي وسايل، خېمې، کمپلې او ژمني توکي شامل دي.  

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم د هرات زلزله ځپلیو ته بشري مرستې استولې وې. 

په هرات کې پرلپسې زلزلو زرګونه کسان بې کوره کړي او مرستندویه ادارې وايي، چې دوی بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.  

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د هرات له زلزله ځپلو سره د ۱۷۳ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.