یوناما: د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو دې بندیزونه لرې شي

یوناما: د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو دې بندیزونه لرې شي


  • 1 کال دمخه (05/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 806

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ا.ا  غوښتي چې د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار محدودیت لیرې کړي. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د یوناما مرستیال مارکوس پوتزل دا خبره د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړې ده.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، حکومت یې دیني او عصري زده‌کړې د هر افغان حق ګڼي او دوی یې د مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو بوخت دي.

اسلامي امارت تېره اونۍ په نادولتي موسسو کې د ښځو کارکول منعه اعلان کړل چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول او تر څنګ یې یو شمېر موسسو خپل کارونه وځنډول.